د کندوز او غزني اوسېدونکي وايي، د دې ولايتونو بېلا بېلو سيمو کې نا امنیو يو وار بيا زور اخيستی او وسله وال طالبان ورځ له بلې ښارونو ته نږدې کېږي.
د کندوز اوسېدونکو او مدني فعالانو پر دولت نيوکه کړې، چې د امنيت راوستو کې پاتې راغلی. هغوی وايي، چې دولت په لوی لاس نه غواړي کندوز کې امنيت راشي، بلکې د وسله والو طالبانو پر ضد يې عمليات تل نمايشي وي او د کندوز د پاکولو اراده نه لري. د خلکو په وينا گل تپه، حضرت سلطان او خزانې د کندز ښار څلور کيلو مترۍ کې پرتې سيمې دي، خو د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي. د دې ولايت مدني فعالان دا خبره تاييدوي، چې طالبان د پخوا پر پرتله ډېر پياوړي شوي دي.
يو تن مدني فعال نقيب الله رحمان شمزی وايي: «طالبان ورځ له بلې کندوز ښار ته نږدې کېږي او که مخه يې ونه نيول شوي، بيا به يې کنټرولول سخت وي».
يو بل مدني فعال هدايت الله زيارمل څرگنده کړې، چې که د طالبانو پر ضد جدي عمليات ونه شي او مخنيوی يې ونه شي، دا ولايت به راتلونکې کې د دولت لپاره ستر سرخوږی شي.
د کندوز د ولايتي شورا يو وکيل امرالدين ولي هم د سيمې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بللی او څرگنده کړې يې ده، چې د طالبانو پر ضد د دولتي ځواکونو عمليات ناکام دي. نوموړی نيوکه کوي، چې ډېری وختونه د امنيتي ځواکونو عملياتو کې د طالبانو پر ځای ولسي وگړو ته تلفات پېښېږي.
خو د کندوز امنيه قوماندان محمد قسيم جنگل باغ د ښار امنيتي حالت ډاډمن بولي او وايي، چې ډېر ژر به د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات ترسره شي. ښاغلی جنگل باغ دا خبره په داسې حال کې کوي، چې د کندوز ځينې ولسوالۍ لا هم په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو په لاس کې دي.
غزني:
د غزني اوسېدونکي هم وايي، چې ډېری سيمو کې امنيت د اندېښنې وړ دی او خلک له ستونزو سره مخ دي، خو د غزني چارواکي دا خبره ردوي.
د غزني ښار يوه قومي مخور پژواک سره خبرو کې څرگنده کړې، چې په دې وروستيو کې د دې ولايت ډېری ولسواليو کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي. نوموړی وايي: «هره ورځ ولسواليو کې نښتې روانې وي، خلک له رواني ستونزو سره مخ دي، هره ورځ خلک قرباني ورکوي او دې نښتو کې له منځه ځي». هغه زياتوي، چې ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د کمولو له امله نا امنۍ ډېرې شوې دي. د ښاغلي رسولي په وينا: «ډېر وختونه امنيتي ځواکونه او قومي مشران د وسله والو له لوري د بې غږه تمانچو په وسيله په نښه کېږي، خو څوک يې پوښتنه هم نه کوي».
د غزني يوه مدني فعال جميل وقار هم د گڼو ولسواليو امنيتي وضعيت نازک ښودلی. هغه د نا امنيو لامل د امنيتي ادارو تر منځ د همغږۍ نه شتون په گوته کړی دی. هغه وايي: «له همدې وېرې خلک له يوه ځايه بل ځای ته په اسانۍ سفر نه شي کولای». د نوموړي د معلوماتو له مخې اوسمهال گڼې سيمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.
خو د غزني د ولايتي شورا يو غړي عبد الجامع جامع څرگنده کړې ده، چې ولايت کې نښتې شته، خو طالبان د پخوا په څېر پياوړي نه دي. نوموړی وايي: «يوازې غزني نه دی، د ټول افغانستان امنيتي وضعيت ښه نه دی، خو طالبان غزني کې د پخوا په څېر فعال او پياوړي نه دي».
د غزني والي محمد امان امين او امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم په دې اړه ورته څرگندونې کړې دي.
غزني او کندوز دوه هغه ولايتونه دي، چې اوسېدونکي يې بيا بيا د طالبانو له لوري د سقوط وېره څرگندوي. کورنيو چارو وزارت پرون څرگنده کړه، چې د غزني د ناوې په گډون يو شمېر نورې ولسوالي په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې دي.