امنیتي چارواکي وايي، په کنړ ولایت کې یو قومي مشر حاجي مرسلين خان د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی او له ده سره په موټر کې سپاره درې تنه نور ټپیان شوي. دغه پېښه تېره ورځ د کنړ ولایت په ناړې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د کنړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل وایي، قومي مشر حاجي مرسلین خان خپل کور ته روان و، چې موټر یې د سړک غاړې په خښ شوي ماین ور برابر شو، مرسلین خان په چاودنه کې لومړی ټپي شو، له ټپي کېدو څخه وروسته د جلال اباد مرکزي رغتون ته د درملنې په موخه وړل شوی و، خو ورسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د دغې پېښې مسؤولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی.دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل ښارد پنځمې حوزې اړند ميرویس میدان سیمه کې د مشرانوجرګې د منابع بشري رئیس هم د یو چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.