د نړۍ د هوا پوهنې ادارې وايي چې د سږ کال جون میاشت د نړۍ تر ټولو گرمه میاشت ثبت شوې ده. د هوا پوهانو له نظره تېرو څوارلسو کلونو کې د نړۍ هوا کال تر بلې ډېره گرمه شوې او له امله د شمالي او جنوبي منجمد بحرونو گنگل شوي واورې یې اوبه کړي دي.
د دې مرکزونو په وینا یوویشتمه پېړۍ کې د هوا په گرموالي کې ۱ درجه ډېروالی راغلی چې له امله یې سږکال د نړۍ تر ټولو گرام کال رایکارډ شو. د هوا د گرموالي علت هواپوهانو د گاز او نورو سوزونکو موادو ډېر کارول ښودلي دي.
د ټولنیزو چارو پوهانو خبر ورکړی چې که د هوا په
گرموالي کې ډېروالی راشي نو ښايي چې راتلونکي کلونو کې ډېری ټاپوگانې او ساحلي سیمې د اوبو لاندې ډوبې شي او ورسره به په نړۍ کې وچکالي راشي.