خبرونه
د استیناف محکمې پر موټر برید کې لس تنه وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې نن سهار وختي د کابل ښار لویدیځ ته د کمپنۍ په سیمه کې د وردگو د استیناف محکمې د قاضیانو پر موټر برید کې لس تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
نجیب دانش د کورنیو چارو وزارت ویاند له رسنیو سره دا خبر تایيد کړې چې د قاضیانو پر موټر برید کې لس تنه وژل شوي او څه نور ټپیان شوي دي.
تر دې دمه د دې پېښې پړه چا په غاړه نه دی اخیستی دی.