خبرونهسلايډ

ترکيه کې حالات عادي شول

تېره شپه په ترکیه کې د پوځ یوې ډلې په استانبول او انقره کې د کودتا هڅې وکړې خو ناکام شول.
د ترکې لومړی وزیر بن علی یلدرم رسنیو له لارې د ترکې ولس ته ډاډ ورکړ چې په ترکیه کې حالت د تېر په څېر نارم شو، د ترکې ټول دولتي چارې د دولت په واک کې دي.
ښاغلي بن علی یلدرم د ترکې له ولس نه مننه وکړه او د کودتا د ناکمۍ اصلي لامل یې ولسي پاسون وښود.
تر دې دمه په ترکې کې ۲۸۳۹ کسان نیول شوي، علی یلدرم په څارګر ادارو ټینګار وکړ چې د کودتا چیانو د نېولو لړۍ دې همداسې روانه وساتي تر څو د ترکې ولس له یو بلې داسې پېښې سره مخ نه شي.
یلدرم د کودتا پړه پر محمد فتح الله ګولن واچوله، نوموړی دا مهال د امریکا متحده ایالات کې ژوند کوي، علی یلدرم له متحده ایالاتو غوښتي چې فتح الله ګولن دې ترکې دولت ته وسپاري.
نوموړي يادونه وکړه، چې د پېښو په پایله کې ۱۶۱ عام وګړي وژل شوي او ۱۴۴۰ کسان ټپیان شوي او د کودتاچیانو څخه ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button