سلايډسيمه او نړۍ

د ۱۱سپتمبر بريدونو د څېړنې پټې پاڼې: ډېری گمانونه باوري نه دي

د يوولسم سپټمبر بريدونو د څېړنې د کمېټې د راپور پټې پاڼې چې امريکایي کانگرس پرون خپرې کړې، ښيي چې هغه معلومات چې څېړونکي پلاوي څېړلي، تر اوسه هم د شک ښکار دي او په مستقل ډول يې پخلی نه دی شوی. په دې کې د (FBI)، (CIA) او د امريکا د ملی امنيت ادارې د غړو گواهيانې او سندونه شامل دي.

د بېلگې په توگه د راپور په يو سل شلم مخ کې ويل شوی: «چې د سپتمبر په يوولسمه کله چې بريدگر په بريد بوخت وو، له داسې خلکو سره اړيکه کې وو، يا يې ترې ملاتړ ترلاسه کړی، چې شونې ده د سعودي له حکومت سره تړلي وي. دغه راز اېف بي ايې د ځينو سرچينو له خولې ليکلي، چې داسې معلومات شته، چې په دوی کې لږ تر لږه دوه کسان ممکن د سعودي د استخباراتو غړي وي».

راپور په همدې مخ کې زیاتوي، چې د استخباراتو بېلا بېلې ادارې داسې معلومات لري، چې «شايد امريکا کې د سعودي مسوولين له القاعده يا کومې بلې ترهگرې ډلې سره اړيکه ولري، خو دا معلومات لا هم شکمن دي او په مستقل ډول يې پخلی نه دی شوی».

د پېښې څېړونکې کمېټې په ورپسې مخ کې څرگنده کړې ده، چې «د  (FBI) او (CIA) په اسنادو کې د ورکړل شويو معلوماتو د باوريتوب په اړه هيڅ پايلې ته نه دي رسېدلي او د کمېټې دنده دا نه وه، چې د سعودي د هرې شکمنې اړيکې په اړه پوره پلټنه وکړي».

د يادونې ده، چې د نړۍ نورو هېوادونو کې د جگړو او د «ترهگرو ډلو» په اړه د امريکا ډېری راپورونه ناسم بلل کېږي، چې د شنونکو په اند امريکا غواړي په داسې راپورونو يوازې خپلې موخې ترلاسه کړي. څو ورځې وړاندې سپينې ماڼۍ هغه راپور خپور کړ، چې له ۲۰۰۹ راهيسې يې د ډرون بريدونو ملکي قربانيان يوازې يو سل شپاړلس تنه ښودلي وو. د امريکا دننه گڼو سياستوالو او حقوقي ادارو دغه راپور په کلکه رد کړ او امريکا يې په دغو بريدونو کې له قانونه په سرغړونه تورنه کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button