د فرانسې په سویل د نایس په ښار کې د اور په لوبو کې گڼو پېښو لسگونه کسانو ته مرگ ژوبله اوړلې. لومړني راپورنه وايي چې د مېلې په منځ کې د خلکو په گڼه گوڼه کې یوې لارۍ ډوله موټر چې له وسلو ډک وو پر خلکو ورغلی او وروسته ځینو کسانو له موټر څخه ډزې هم کړي چې له امله یې د مېلې ډېرو برخه والو ته مرگ ژوبلې اوښتي دي.
د فرانسوي اخبار لیوفگارو د راپور له مخې تر دې دمه ۸۰ تنه د پېښې له امله مړه او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د پېښې په اړه تر دې دمه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
ځینو عیني شاهدانو له الجزیرې او بيبيسي سره ویلي چې دوی یوازې یوې لارۍ ډوله موټر ولید چې د خلکو په منځ کې کډ شو او د مېلې برخهوالو کوښښ کاوه چې له سیمې وتښتي.
د نایس د ښار یو اوسېدونکي الجزیرې ته ویلي چې د مېلې د سیمې په ټولو برخو کې مړه پراته دي او امبولانسونه د مرستې لپاره رسېدلي دي.