روانې چارېسلايډ

«د خدای له پاره راشه»: پاکستان کې د پوځي کودتا ګنګوسې

پاکستان چې تېر تاريخ يې له پوځي کودتاوو ډک دی، يو وار بيا په کې د دغه هېواد د پوځ له لورې پر حکومت د کنترول ګنګوسې خپرې شوې دي.

د پاکستان په تېر تاريخ کې د ۲۰۱۳م کال ټاکنې او له امله يې د واک سوله ييز انتقال بې بېلګې و. تر دې پخوا هر وارې واک د وکودتا له لارې پوځي واکمن ته انتقال شوی و. دا وار بيا ويل کېږي چې راحيل شريف د نواز شريف حکومت له منځه يوسي او پر ځای يې پوځي حکومت راولي.

که څه هم دغه ډول ګنګوسې تر راحيل شريف وړاندې د جنرال اشفاق کياني په تړاو هم خپرې شوې وې، خو هغه څه ونه کړل. د لومړي وزير نواز شريف او اوسني پوځي واکمنو تر منځ، ويل کېږي، چې اړيکه ښه نه ده. راحيل شريف تېره موده کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د فساد پر وړادې جدي ګامونه پورته کړي. د شنونکو له نظره لومړي وزير ته دغه ډول پيغام عادي خبره نه ده.

نواز شريف او راحيل شريف د يوه سفر پر مهال

په داسې حال کې چې د نواز شريف او راحيل شريف تر منځ اړيکه ښه نه ده، د پلازمېنې اسلام آباد، لاهور، پېښور او کراچۍ په ښارونو کې د «پاکستان مخ پر وړاندې» ګوند له لورې د شپې له لورې په پټه داسې بېنرونه خپاره شوي دي چې له راحيل شريفه غواړي چې پر نواز شريف کودتا وکړي.

په خپرو شويو بېنرونو کې د پام وړ ټکی دا دی چې ډېری يې په «کېنټ» يا هغه سيمه کې خپاره شوي چې د پوځ له لورې اداره کېږي. پر يادو بېنرونو ليکل شوي: «د خدای له پاره راشه» او په کې له راحيل شريفه غوښتل شوي چې د تقاعد خبرې هېرې کړي او پر سياسي حالت حاکم شي. د يادونې وړ ده چې راحيل شريف ويلي دي چې د روان کال تر پایه به له خپلې دندې استعفا ورکوي.

د «پاکستان مخ پر وړاندې» ګوند ناثبت شوی او پټ سياسي ګوند دی چې علي هاشمي يې مشري کوي. هاشمي له فرانس پرېس خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې دکتاتوري نظام تر فاسد حکومت ښه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button