سلايډسيمه او نړۍ

امريکايي کانگرس د «پاکستان دوست که دښمن؟» نظر پوښتنه کوي

د امريکا د متحده ايالاتو د کانگرس د بهرنيو چارو کمېټه نن له ترهگرۍ سره مبارزه کې د پاکستان د رول په اړه د «پاکستان دوست که دښمن؟» تر عنوان لاندې نظر پوښتنه کوي. د يادې کمېټې غړی ټډ پو چې د نظر پوښتنې د غونډې مشري هم کوي وايي، دغه نظر پوښتنه به د مجلس غړو ته دا فرصت ورکړي، چې له ترهگرو ډلو سره د پاکستان د اوږدو اړيکو په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي. نوموړي زياته کړې ده، چې له ترهگرو ډلو سره د پاکستان د اړيکو درلودو اسناد شته. هغه د پاکستان استخباراتي اداره له القاعده، طالبانو، حقاني شبکې او نورو ډلو سره په مرسته تورنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکايي چارواکي «ترهگرۍ» سره مبارزه کې پاکستان ته د يوه نږدې همکار په سترگه گوري او په تېرو پنځلسو کالونو کې يې لسگونه مليارد ډالر د مرستې په توگه ورکړي دي.

د امريکا د کانگرس د ځينو غړو په وينا له دې هر څه سره سره پاکستان له ترهگرو ډلو سره اړيکې لري، چې د سيمې ثبات ته يې زيان پېښ کړی. هغوی ويلي، چې ننۍ نظر پوښتنه کې به د پاکستان په وړاندې د امريکا پر پاليسۍ خبرې وشي او د يوې ښې بديلې لارې پر موندلو به بحث وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button