روغتياسلايډ

ډېری سګرټ څښوونکي له دې نه دي خبر

نوې څېړنه ښکاره کوي چې ډېری هغه کسان چې سګرېټ څښوي، په دې نه دي خبر چې سګرټ کې کوم مواد کارول شوي او استعمال شوي مواد څه تاوان لري. سګرټ څښوونکي عموما يوازې په دې خبر دي چې سګرټ کې نيکوټين مواد کارول شوي او دا خپل تاوانونه لري.

د امريکا په نارک کارولينا ايالت کې د سرطان ناروغۍ يو څېړنيز مرکز په خپلو تازه تحقيقاتو کې ښکاره کړې چې سګرټ د نيکوټين سربېره د زرنيخ په نامه مواد هم لري چې دغه مواد زړه ته سخت تاوان لري. دغه راز د ياد مرکز څېړنې ښکاره کړې چې په سګرټو کې الفورمالديهايد په نامه مواد هم شته چې د حنجرې د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځي.

ياده څېړنه د کورټ ريبيسي په نامه يوې ډاکټرې له لورې ترسره شوې ده. د کورټ ريبيسي څېړنې ښکاره کړې چې ډېری هغه کسان چې سګرټ څښوي، له نيکوټين پرته د نورو موادو په شتون نه دي خبر. دغه راز څېړنه برسېره کوي چې ډېری سګرټ څښوونکي غواړي چې دغه معلومات د سګرټو پر ډبيو وليکل شي، تر څو خلک يې ولولي او له دغو اضرارو خبر شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button