افغان پېژندل شوی سیاستوال، سید حسین انوري له هېواده بهر په هندوستان کې وفات شوی. د خبري سرچینو د خبر له مخې، ښاغلی انوري له یوه کال راهیسې د سرطان له ناروغۍ رنځېده.
انوري ته نژدې سرچینې وايي چې دغه پخوانی سیاستوال د سې شنبې په ورځ هند کې له دونیا سترګې پټې کړې.
سید حسین انوري څوک و؟
سید حسین انوري په ۱۳۳۵ل کال کې د افغانستان پروان کې زېږېدلی و. انوري د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر ضد په وسله وال جهاد کې رول درلود او د محمد آصف محسني په مشرۍ يې د حرکت اسلامي افغانستان ګوند د پوځي څانګې مشري کوله.
انوري د افغانستان له عربتوکمو څخه و او په ۱۳۷۱ل کې د مجاهدینو له بریا وروسته د کابل د امنیت د کمېسیون غړی او وروسته بیا د مجاهدینو د حکومت پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر شو.
د طالبانو د غورځنګ له خوا د برهان الدین رباني د حکومت له نسکورولو وروسته له شمال ټلوالې سره یو ځای شو او د طالبانو پر ضد یې د هېواد په شمال کې فعالیت کاوه. ویل کېږي د طالبانو پر ضد د جګړې په اړه یې له آصف محسني سره د نظر د اختلاف له امله لاره جلا او «حرکت اسلامي مردم افغانستان» په نوم یې د ځان په نامه د ګوند بله څانګه پرانیسته.
انوري د امریکایانو له یرغل وروسته د حامد کرزي په مشرۍ نظام کې د کرنې او مالداري د وزیر په توګه وټاکل شو. یوه موده یې د کابل والي په توګه هم کار وکړ او په ۱۳۸۴ کال کې د هرات د والي په توګه وټاکل شو. د ۸۴ او ۸۹ کلونو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د کابل د خلکو په استازیتوب د ولسي جرګې غړی و.
د ۱۳۹۳ په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالرحیم وردګ د مرستیال په توګه غوره شوی و، خو ښاغلی وردګ په ټاکنو کې له ګډونه مخ واړاوه.
انوري دوې مېرمنې، شپږ لوڼې او پنځه زامن تر شا پرېښودل.