تېر کال ولسمشرغني چین ته په خپل سفر کې د چینایي چارواکو لخوا په پوځي برخو کې د مرستو ژمنې واخستې، د ژمنو سره سم د چین لومړنۍ پوځي مرستې نن کابل ته راورسیدې.
د دغو نظامي مرستو په مراسموکې د چین سفیر یوجینګ او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر شتون درلود.
د ملي امنیت سلاکار وویل، د چین دغه نظامي مرستې د ترهګرو او دهغو ملاتړ کوونکو ته ښکاره پیغام ورکوي، چې چین د ترهګرۍ په ضد جګره کې د افغان حکومت په خواکې ولاړ دی.
د چین سفیر وویل، چین او افغان دولت د تروریزم له ګډ کواښ سر مخ دي، او باید دواړه د دغه دښمن سره په ګډه مبارزه وکړو.
نومړی زیاتوي، چین به له افغان دولت سره نورې مرستې هم وکړي، تر څو دوي وکوالی شي د خپلې خاورې نه سمه ساتنه وکوالی شي. هغه له افغانستان سره پوځي مرستې د چین مسئولیت وباله.
د چین په دغو مرستو کې د انتقالاتو طیارو سربیره وسلې،تجهیزات،مهمات او لوژستیکي توکي شامل دي.
غلام سخي احمدزی د ملي دفاع لوژستیکي معین وایي، د چین لخوا افغان حکومت ته په سپارل شو تجهیزاتو کې هغه ټول شیان شته، چې د افغان حکومت لخوا غوښتل شوي و.
احمدزی وایي، دغه مرستې د افغان پوځ لپاره خورا حیاتي ارزښت لري، او په روانه جګړه کې د افغان پوځ په کټه دي.
د ملي امنیت سلاکار حینف اتمر وایي، ناټو، چین، هند او د روسي نظامي مرستې د ترهګرې په ضد دریدل، د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي منزوې کوي او د انزوا خواته یي بیایي.