ترکیې له ۲۰۱۰م کال راهیسې له اسراییلو سره خپلې سفارتي اړیکې وروسته له هغې پرې کړې چې اسراييلي پوځيانو د ترکیې یوه کښتۍ چې غوښتل یې د غزې محاصره ماته کړه او خوراکي مواد غزې ته ورسوې تر یرغل لاندې راوسته او مسوولین یې ووژل.
له شپږو کلو راهیسې د دواړو لورو تر منځ اړیکې پرې وې خو اوس د امریکا او نورو هېوادونو په منځگړیتوب د دواړو تر منځه هوکړه شوې او اسراییلو د دې هوکړې هرکلی کړی دی.
د ترکیې لومړي وزیر بن علي ییلدیریم رسنیو ته ویلي چې د دې هوکړې له مخې به د راتلونکې جمعې په ورځ په زرگونه ټنه مواد د اسراییلو د اشدود بندر له لارې غزې ته واستول شي.
په تېر نومبر کې ترکیې د روسیه یوه جنګي الوتکه د سوریې په پوله وویشتله چې له امله د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې پرې شوې او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ترکیه څخه غوښتنه وکړه چې د پېښې په اړه بښنه وغواړي.
ترکانو خپله کړنه د خپلې خاورې څخه دفاع وګڼله او د دې لپاره یې له روسانو څخه د بښنې غوښتنه ونه کړه تر دې چې پرون د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو لیک استولی چې په کې د پېښې په اړه بښنه غوښتل شوې.
د سیاسي چارو کارپوهانو له نظره ترکیه غواړي چې د سیمې له هېوادنو سره خپلې اړیکې ورغوي او له ټولو سره سوداګریزې اړیکې ولري.