د ننگرهار ولایت چارواکي دا مني چې د جمعې په شپه د داعش له ډلې سره یې خونړۍ جگړه کړې او د جگړې له امله دواړو لورو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې. د ننگرهار والي سلیم کندوزئ وايي چې جگړه د کوټ ولسوالۍ په مربوطو سیمو کې شوې ده.
کندوزي زیاته کړه چې جگړې کې ۱۳۱ تنه د داعش د ډلې جگړهمار وژل شوي چې له دوی څخه ۳۶ تنه په مخامخ جگړې کې مړه شوي او پاتې نور د هوايي ځواکونو په بمبار کې مړه شوي دي.
کندوزي دا ومنله چې داعش جگړهمارو حکومتي ودانۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې وې خو له ځنډ پرته امنیتي ځواکونو بېرته له دښمن څخه سیمه پاکه کړې.
له دوو کلو راهیسې د ننگرهار ولایت په سرحدي سیمه کې د داعش په نامه ډېرې وژنې شوي او گڼ خلک مجبور شول چې خپل کورونه پرېږدي او د جلال اباد ښار ته مهاجر شي.
ځینې سرچینې بیا حکومت په دې تورنوي چې گواکي د داعش پروژه د ملي امنیت له لوري پیل شوې او غواړي چې له دې لارې طالبان بدنامه کړي.