وروسته له هغه چې د ملي يووالي حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرې اترې نږدې پای ته رسېدلې وې او يوازې پر هوکړه ليک لاسليک پاتې و، چارواکو ويلي، چې حکمتيار د دې هوکړه ليک د لاسليک لپاره نوي شرطونه ايښي دي.
اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس له حزب اسلامي سره د مذاکره کوونکو چارواکو له خولې د دې خبر پخلی کړی، دغه اژانس وايي، ناشونې برېښي، چې حکومت دې د حکمتيار نوي شرطونه ومني.
سرچينې د یوه چارواکي له خولې ليکلي، چې امريکا سره د امنيتي تړون لغو کول، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش جوړول او د افغانستان د دولت له لوري (نه د ملي يووالي حکومت له لوري) پر دې مهالوېش لاسليک هغه درې شرطونه دي، چې حزب اسلامي تازه منځ ته راوړي دي.
د سولې خبرو کې د حزب اسلامي د پلاوي يوه غړي د نوم نه ښودو په شرط ويلي، چې نوي شرطونه د ښاغلي حکمتيار له لوري په هغه ليک کې ځای شوي دي، چې په دې وروستيو د حزب استازي کريم امين او د حکمتيار زوی حبيب الرحمن ولسمشر غني ته ور ووړ.
د سولې د عالي شورا مرستيال عطاء الرحمن سليم وايي، د ليک په اړه خبر نه دی، خو ښاغلی امين او حبيب الرحمن تېره اوونۍ له کابله تش لاسونه ستانه شول.