افغانستان
د تورخم لار خلاصه شوه
د شپږو ورځو له بندښت او نښتو وروسته د تورخم لار نن سهار اته بجې د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه. ټول هغه مسافر اوس له دغې لارې تګ راتګ کولی شي، چې پر پاسپورټونو يې وېزې لګېدلې وي.
تورخم کې تېره ورځ افغان او پاکستاني چارواکو په دې اړه خبرې اترې درلودې. له تورخمه عيني شاهدان وايي، چې اوسمهال د خلکو ګڼه ګوڼه نه شته او خلک په اسانۍ تګ راتګ کولی شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د دې خبر پخلی کړی. د سرحدي ځواکونو رييس ارکان محمد ايوب حسين خېل هم د تورخم لارې د پرانيستل کېدو ويلي او زياته کړې يې ده، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر دروازه کار درول شوی دی.