د افغانستان د عامې روغتيا وزارت څرگنده کړې ده، چې د ۲۰۱۵ز تر پايه پر اېډز د اخته افغانانو شمېر له دوو زرو واوښت او د جنسي اړيکو او نشهيي توکو د کارولو له امله دغه ناروغي مخ په ډېرېدو ده.
دغه وزارت ويلي دي، چې نړيوال صندوق افغانستان کې له اېډز سره د مبارزې لپاره څه له پاسه اته نيم مليون ډالر ورکړي، چې د وزارت له معلوماتو سره سم دغه پيسې د ملگرو ملتونو د ادارې له پراختيايي پروگرام سره په گډه افغانستان کې خرڅ کېږي.
د روغتيا وزارت د طب عمومي رييس نجيب الله صافی وايي، د مرکزي او جنوبي اسيا هيوادونو کې افغانستان د اېډز ناروغۍ د تجربې په حال کې دی. نوموړي گواښ وکړ، چې د پيچکاريو له لارې د نشهيي توکو کارول او جنسي اړيکې د دې لامل شوی، چې افغانستان کې د دې ناروغۍ گواښ نور هم ډېر شي. د هغه په وينا بل لور ته د اېډز په اړه معلوماتو ته لاسرسی هم لږ دی.
ښاغلي صافي وويل، اوسمهال د دې اړتيا ليدل کېږي، چې په دې اړه له وخته وړاندې نور گامونه واخيستل شي، څو افغانستان کې د اېډز گواښ له منځه ولاړ شي.
د يادونې ده، چې د اېډز د کنټرول د ملي پروگرام له لوري خپاره شوي راپور کې ويل شوی، چې دې ناروغۍ تر دې دمه افغانستان کې يو سل درې دېرش تنه وژلي هم دي.