له یوې اوونۍ راهیسې د حزب اسلامي درېیم پلاوی له درېوو تازه غوښتنو سره کابل کې دی. د حزب پلاوي له رسنیو سره ویلي چې په هوکړه لیک کې «ابهام» دی. د دې ګوند مرکچي تازه غوښتنې داسې مطرح کړي:
- د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش اعلان؛
- په حکومت کې د حزب اسلامي غړو ته ونډه ورکول؛
- او په ټاکنیزو او د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیونونو کې د حزب غړو ونډه.
د سولې د عالي شورا مرستیال او له حزب اسلامي سره د مرکچي پلاوی مشر، عطاالرحمن سلیم د حزب اسلامي تازه غوښتنې «د پوښتنې وړ» بولي.
ښاغلی سلیم وايي د حزب پلاوی کابل ته راتګ وروسته «نه یوازې دا چې د خبرو مېز ته رانغلل، بلکې د پخوانۍ هوکړې پرخلاف یې خپل دریخ د ډله ییزو رسنیو له لارې داسې څرګند کړ چې ګواکې د هوکړه لیک د مسودې په ځینو برخو کې ابهامونه شته او مطرح شوو پوښتنو ته باید ځواب وویل شي».
د سولې شورا مرستیال وايي له حزب اسلامي سره یې خبرې له روڼتیا برخمنې وې او په پنځه ویشتو مواردو کې هوکړې ته رسېدلي دي. سلیم زیاتوي چې د حزب اسلامي پر مرکچیانو «هېڅ مطلب او موضوع تحمیل شوې نه ده».
عطاالرحمن سلیم وايي: «د هوکړه لیک ټول موارد واضح او څرګند دي، هېڅ ګونګ او مبهم ټکی په کې نه شته او د هر ټول توضیح غوښتنه دغه بهیر په شا بیایي».
حزب اسلامي له سولې عالي شورا سره له څه باندې دوو میاشتو خبرو اترو وروسته پر یوې مسودې سلا شو چې د ځینو نارسمي سرچینو په خبره ګلبدین حکمتیار هم پرې لاسلیک کړی. خو اوس د حزب اسلامي نوو غوښتنو د خبرو روان بهیر له ناجوت برخلیک سره مخ کړی.