روانې چارېسلايډ

د جمهوریت او امارت عدالت

جمال پشتون

د طالبان د حکومت دوره وه. کندهار کې د امارت مربوط یوه نظامي طالب یو بې ګناه ملکي وواژه. طالبانو کوشش شروع کړ چې که وکولی شي چې د مقتول کورنۍ راضي کړي او دیت ورکړي. د قاتل قومندان د مقتول کورنۍ ته عذر ته ورغی، امنیه قومندان او ان خبره تر والي ورسېده…. د مقتول کورنۍ یوه خبره کوله چې «که قصاص زموږ حق وي، قاتل راته قصاص کړئ، که یې نه کوئ، تاسې زور لرئ…».

طالبانو رښتیا زور درلود، حکومت ورسره و، له قضا تر نظاميانو… هر څه د طالبانو لاس کې و. خو د طالبانو د مقتول کورنۍ ته ایله عذرونه کول. د مقتول کورنۍ پر خپلې غوښتنې ټینګار کاوه. خبره ان حاجي معاون صاحب (ملا محمد رباني مرحوم) ته ورسېده چې هغه صدراعظم و. هغه هم د مقتول کورنۍ ته عذر وکړ او ترې ویې غوښتل چې قاتل د پيسو (دیت) په بدل کې معاف کړئ؛ خو د مقتول کورنۍ ونه منله!

طالبانو په دې وسیلو فکر کاوه چې څنګه کولی شي د مقتول کورنۍ راضي کړي، نه یې د زور پر کارونې فکر کاوه او نه هم لکه اوس د محکمې د کومې جعلې فیصلې له لارې یې ځان نه خلاصاوه. بلاخره طالبان ورغلل مرچ اغا ته چې په کندهار کې یو روحاني شخصیت و. کله چې آغاصاحب د مقتول کورنۍ ته ورغی، هغوی ومنله چې دیت به اخلي او د نظامي طالب له قصاص څخه به تېرېږي.

بله حادثه د حاجي بشر د اخښيانو وه. حاجي بشر ملي تجار و چې د طالبانو د تحریک په شروع کې يې ملا محمد عمر اخوند سره ډېره مالي مرسته کړې وه. حاجي بشر د ملا صاحب له نژدې ملګرو څخه و. د ده د اخښيانو له جملې یوه قتل وکړ. امارت قاتل ونیو. د حاجي بشر ملګرو او د امارت لوړپوړیو چارواکو کوششونه وکړل چې قاتل خوشې کړي؛ خو د امریکایانو له برید درې ورځې وړاندې قاتل په لښکرګاه کې په دار وځړول شو او قصاص شو!

دا څه موده کېږي په دې فېسبوک د مینې انتظار د مظلومیت او د کندهار د محلي ادارې د وحشیت او بربریت خبرې لولم. مینه انتظار ځوانه شاعره او لیکواله ده. دوه کاله مخکې يې د کندهار د وحشي امنیه قومندان، رازق له ملېشو ورځ نه درلوده. د جاجو په نامه د رازق وحشي ملګري پر دغې معصومې شاعرې ارام ژوند حرام کړی و. بلاخره پر جاجو الله تعالی طالبان وربرابر کړل او مینه انتظار یې له لانجې خلاصه کړه. دوه هفتې مخکې د همدې شاعرې ۲۳کلنه خور چې د لېسې زده کوونکې وه برمته شوه او څو ورځې وروسته یې مړی په دښتو کې وموندل شو!

مینې انتظار د خپلې خور د قتل تور د کندهار د ملي امنیت پر یوه کارمند پورې کړی: «د ليلا يو قاتل د کندهار د ملي امنيت کارمند دی، چي تر اوسه نه نيول سوی او نه د چا زور په رسيږي». آغلې انتظار زیاتوي، چې بل قاتل چې ظاهراً نیول شوی و په مسنجر کې ورته ګواښونه کوي. دا نو اوس کوم انصاف شو چې قاتل محبوس هم دی او په مسنجر ګواښونه هم کوي!

په دې حاکم «جمهوریت» کې چې د خلکو په اراوو راغلی یوه زده کوونکې برمته کېږي او بیا وژل کېږي؛ خو په دا دومره نظام او دومره لاپو او باټو کې څوک نه شته چې د دې مظلومې غږ واوري!

د طالبانو د وخت حکومت خو اوسني «وحشت» بولي، که هغه وحشت و، دا اوسنی یې لا څه شی دی؟! دا ډیموکراسي ده؟! ډیموکراسي داسې وي؟!

تر دې جمهوریته خو په هغه امارت کې د عدالت پرده ډېره کېده. د دې جمهوریت له انتخابي(؟) مشرانو څخه خو هغه د امارت انتصابي مشران ډېر ولسي، عادل او شریعت ته مات و!

او تر دې جمهوریته خو هغه امارت کې ډېر عدالت و. که اوس فرض کړو چې جمهوریت نه او امارت دی، مینې انتظار به داسې بې اسرې پرېښودل کېده؟!

د دې پوښتنې ځواب د روانو نواخوالو ډېر ناویلي حقایق بربنډوي!

شیخ فریده، چوپه خوله بهتري ده!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button