پښتون توکمپال سیاستوال، افراسیاب خټک په خپلو وروستیو څرګندونو کې په افغانستان کې د هند له خوا د شوو پانګونو په اړه وايي چې دغه هڅې د چا پر خلاف نه دي.
ښاغلی خټک داسې مهال په افغانستان کې د بیارغونې پروژو کې د هند د رول هرکلی کوي چې پاکستان تل په افغانستان کې د هند د کونسلګریو له شتون څخه شکایت کوي.
ښاغلی خټک وايي چې د افغانستان په تړاو د پاکستان اوسني سیاست کې باید سمون راشي.
افراسیاب خټک وايي چې د پاکستان افغان سیاست غلط دی چې دغه سیاست هم پاکستان او هم افغانستان ته تاوان رسولی دی.
دغه توکمپال سیاستوال وايي د پاکستان افغان سیاست راتلونکی نه لري او پاکستان باید له حکومتونو سره اړیکې جوړې کړي نه له ډلو سره. د ښاغلي خټک له نظره «د ډله سیاست ناکام دی».