وسله والو نن د يوه کمين په ترڅ کې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژلی دی. له وژل شوي تن سره شپږ تنه نور وژل شوي، چې د چارواکو په وينا يو کوچنی هم په کې دی.
د سرپل د پوليسو امنيتي امر سمونوال عنايت الله حبيبي وايي، دغه کسان نن هغه مهال د وسله والو له لوري په ډزو ووژل شول، چې له يوې فاتحې راروان و او په گل رحمان آماج نومې سيمه کې تر بريد لاندې ونيول شول.
نوموړی وايي، پېښه کې د سانچارک د ملي امنيت مدير شراف الدين، د ملي امنیت يو بل کارکوونکی، درې سرتېري، يو د ولسي پاڅون غړی او يو کوچنی وژل شوي دي.
د پېښې پړه تر دې دمه هيچا پر غاړه نه ده اخيستې.