خبرونهسلايډ

یونان: د افغان او پاکستاني کډوالو تر منځ شخړې گڼ کسان ټپیان کړي

تېره ورځ د یونان په لیسبوس پنډغالي کې د افغان او پاکستان کډوالو تر منځ نښتې کې شاوخوا ۷۰ تنه ټپیان شوي چې له دوی څخه د درې تنو حالت د اندېښنې وړ دی.

د نښتې له امله ۳۰ خیمو اور اخیستی او په لسگونه کورنیو د پنډغالي پرېښودلو ته مجبور شوي وو.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو مشر رسنیو ته ویلي دي چې دوی کوښښ کوي تر څو د کډوالو تر منځ حالت نورمال شي. د کډوالو د چارو مشر ویلي چې تر دې دمه د نښتې لامل نه دی ښکاره شوی.

د لیسوبس په پنډغالي کې ډېرې کورنۍ له ماشومانو او سپین ږیرو سره ژوند کوي. د پنډغالي د مسوولینو له خولې پنډغالي کې فضا ډېره ارامه وه او چا هم د جگړې فکر نه کاوه چې یو ناڅاپه جگړه پیل شوه.

په یونان کې سلگونه کډوال غواړي چې شمالي او غربي اورپا هېوادونو ته پناه یوسي خو دغه هېوادونه دوی ته د ورتگ اجازه نه ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button