روانې چارېسلايډ

انقره او بغداد د سره خط پر لور!

د «نیزا وېسیمایا ګازیتا» په نوم روسۍ ورځپاڼې په یوه مقاله کې د ترکيې او عراق سرحدي سیمې ته کتنه کړې او خبر يې ورکړی چې ترکيې خپل وسله وال ځواکونه دلته ځای پر ځای کړي دي.
ورځپاڼه کې راغلي چې د بغداد او انقرې د ګواښونو د تبادلې او د ترکي ځواکونو په سرحدي سېمه کې د ځای پر ځای کولو وروسته داسې برېښي، چې ښايي د موصل د ازادۍ له بهیره وروسته عراقی او ترکی پوځ سره په ډغره شي. البته ترکیه دغه ګامونه د خپل امنيت د ټينګښت لپاره بولي، خو د سیاسي کارپوهانو په باور د ترکيې دغه ګام د عراق او سوريې لپاره ښه زېري نه لري.

د عراق ولسمشر حیدر العبادي په سرحدي سيمو کې د ترکي ټانګونو په اړه د الجزېرې تلويزون ته وویل: «پر عراق یرغل به ترکيه له تباهۍ سره مخ کړي. موږ له ترکيې سره جګړه نه غواړو، خو که په موږ را وتپل شوه نو بیا ورته تيار یو. داسې وخت کې به موږ ترکيې ته د یوه دښمن هېواد په سترګه وګورو او د دښمن په څېر چلند به ورسره وکړو».

خو انقره بیا دغه ګامونه له موصل سره د عقیدوي او قومي اړيکو په تناظر د خپل امنيت د ټينګښت له پاره ګڼي. «صباح ډیلي» ترکۍ ورځپاڼې د ترکيې د دفاع وزير فکري اېشېق له خولي لیکلي چې «وروستۍ پېښې ښايي د موصل د دېموګرافيک جوړښت د بدلون لامل شي. دا د ترکيې له پاره سره کرښه ده. موږ په دې اړه له عراق او نړيوال ايتلاف سره خبرې کړي، خو د دې سربېره مو هر ډول بېړني حالت ته چمتوالی هم نيولی».

اېشېق زیاتوي: «په داسې حال کې چې ترکیه له ترورېزم سره په جګړه بوخته ده، د پولي بلې غاړې ته یو شمېر نور مهم بدلونونه روان دي». هغه ټينګار وکړ، چې «ترکيه د هر احتمال له پاره چمتو ده» او پولې ته څېرمه د ترکيې نظامي شتون دا چمتوالی ښه په ډاګه کوي. نوموړي ګوتڅنډنه وکړه، چې «هېڅوک باید دا سوچ و نه کړي چې د سيمې په بې ثباتۍ به ترکیه سترګې پټې کړي. موږ د ترکيې سيمه‌ييز امنیت او ولسي اړيکو ته جدي پاملرنه کوو».

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ترکيې لوی درستيز خلوصي اکار، د خپل سيال والېري ګېراسېموف په بلنه مسکو ته رسمي سفر وکړ. یاده ليدنه کې د عراق او سوريې پر حالاتو اوږدې خبرې وشوې. پرون اېشېق او د ترکيې د ځمکنيو ځواکونو قوماندان صالح تچولاک د سلوبي ښار، چې د عراق پولې سره نېږدې دی ليدنه وکړه. دغه ښار د عراق تلعفر ښار ته څېرمه پروت دی. په تلعفر ښار کې ترکمان قوم، چې ترکیه ترې کلکه دفاع کوي هم پروت دی. یوه اوونۍ مخکې حشد شعبي په تلعفر باندې بريد وکړ. چې دې کار د ترکيې غوصه را وپاروله.

د دې سربېره ترکيه موصل کې د سني مسلمانانو برخليک ته هم اندېښمنه ده. طغرول اسماعيل، چې د انقرې په اقتصاد او تکنالوژۍ پوهنتون کې استاد دی وايي: « اصلي ستونزه دا ده، چې د موصل اکثره وګړي سنیان دي. خلک او په ځانګړي ډول ترکان دا وېره لري چې خدای مه کړه د ایران له ملاتړه برخمن حشد شعبي له خوا له ناورينونو سره مخ نه شي. له دې امله د ترکيې خوښه وي او که نه مداخله به کوي».

نوموړي زیاته کړه چې سره له دې چې انقره له بغداد سره دوستانه اړيکي نه لري، خو بیا هم ورسره په دې اړه اړيکي نیسي. ده وویل «د بغداد شیعه مشرتابه ایران ته ميلان ښيي. د عراق او سوريې سنيانو ته په حکومتونو کې ونډه نه ده ورکول شوې، چې له امله يې داعش هم منځ ته راغی. له دې امله ترکيه به د سنيانو ملاتړ کوي». د ده په اند که ترکيه د عراق د سنیانو پر حال سترګې پټې کړي، دا به خامخا د ترکيې په داخلي وضعیت هم اغېزه وکړي. له نيکه مرغه چې دا ترکيې درک کړې ده.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې دا انګيزې خپرې شوي، چې ګوندې لوديځ له ایران سره په ګډه د سني مسلمانانو خلاف په مختلفو محاذونو کې جګړه پیل کړې او داعش هم په کې د الې په توګه استخدامېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button