افغانستان

غور: پنځلس سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتې

د غور چاواکو پسابند ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو له بريده خبر ورکړی دی. هغوی وايي، بريد کې پنځلس امنيتي سرتېري مړه او ژوبل دي او يو بل تری تم دی.

د غور والي غلام ناصر خاضع رسنيو ته وويل، طالبانو تېره شپه يوه بجه د پسابند بازار ته څېرمه د جنگ جای پر يوه پوسته بريد کړی او پوسته يې نيولې ده. نوموړی زياتوي، طالبانو په بريد کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستی او اوس هم سيمه کې جگړه روانه ده.

د غور والي وايي، سيمې ته مرستندويه ځواک استول شوی، څو پوسته د طالبانو له ولکې وباسي، چې د جگړې په ترڅ کې درې پوليس وژل شوي او دولس نور ټپيان دي. هغه د يوه پوليس د ورکېدو هم ويلي دي.

طالبانو لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button