خبرونهسلايډ

امرالله صالح: د کندوز د جگړې پټ اسناد به بربنډ کړم

د ملي امنیت پخوانی مشر او د کندوز د سقوط د کمیسیون د بررسۍ مشر امرالله صالح امنیت شورا ته کود څنډنه کړې چې که چېرې د بلخ د والي په اړه ناسمې څرګندونې دوام وکړي نو دی به ژر د کندوز د سقوط په اړه پټ رازونه بربنډ کړي.

تواب غرزنگ د امنیت شورا له خولې خبر ورکوي چې د کندوز د بې ثباتۍ او امنیت نشتون لامل د بلخ سرپست والي عطا محمد نور دی.

د دې خبرې په غبرگون کې امرالله صالح په خپل فیسبوک پاڼې کې ویلي چې د کندوز د سقوط په اړه د دوی له لورې د څېړل شوي راپور یوه برخه له عام ولس سره شته ده او پاتې نور څه پټ رازونه او صوتي پیغامونه دي چې که چېرې د ملي امنیت شورا له دېته ورته څرگندونو څخه لاس په سر نه شي نو دی به یې ډېر ژر له عام ولس سره شریکې کړي.

صالح همدارنگه ملي امنیت شورا څخه غوښتنه کړې چې خپلې څرگندونې سمې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button