تېره شپه وسلهوالو طالبانو د ارزگان د گیزاب په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو یرغل وړی چې له امله یې پولیسو خپلې پوستې طالبانو ته سپارلي او دوی له اروزگان څخه دایکندي ولایت ته پناه وړې دی.
سیمه ایزې رسنۍ خبر ورکوي چې د طالبانو لاس ته پرېوتې پوستو ټولو شمېر اوو ته رسېږي چې د دې ولایت د سیند په غاړه پرتې دي نیولي دي او د گیزاب د ولسوالۍ سقوط خطر هم ډېر دی.
بل لوري ته د اروزگان ولایت ولایتي شورا رییس عبدالکریم رسنیو ته ویلي چې طالبانو یوولس پوستې نیولي او د ولسوالۍ مرکز ته په یو کیلومترۍ کې رسېدلي دي.
عبدالکریم همدارنگه زیاته کړې چې که مرستې په خپل وخت کې ونه رسېږي نو ډېر ژر به د گیزاب ولسوالۍ د طالبانو لاسته پرېوزې.