هرات کې گټه اخيستنې ته تيار شوي بند «سلما» تېره شپه په ازمايښتي ډول د هرات ځينو کورونو ته برېښنا ورکړه. د اوبو او برېښنا وزارت ويلي: «د افغان-هند دوستۍ بند «سلما» تېره شپه د دې وزارت د برېښنا شرکت د هندي او ترکمن انجنيرانو په مرسته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزو سره د نښلولو له لارې د هرات گڼو کورونو ته برېښنا ولېږدوله.
د دې وزارت د يوې خبرپاڼې پر اساس ازمايل شوې برېښنا څوارلس ميگاواټه وه، چې يوازې د يوه توربين وه او په نږدې ورځو کې به دوهم توربين هم ونښلول شي، چې هرات ته به دېرش ميگا واټه برېښنا ورکړي.
د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني ويلي، په راتلونکو ورځو کې به سلما بند د افغان او هندي لوړپوړو چارواکو له لوري په رسمي ډول پرانستل شي.
ويل کېږي د دې بند برېښنا سره به د هرات څلور ختيځې ولسوالۍ له همېشنۍ برېښنا برخمنې شي.