افغانستانسلايډ

د ولسي جرگې استازي: دوستم حکومتي ادارې د جنبش په گټه کاروي

په ولسي جرگې کې د بلخ ولایت استازی وايي چې د ولسمشر لومړی استازی جنرال عبدالرشید دوستم له حکومتي امکاناتو څخه په شمال کې د جنبش په گټه کار اخلي.

په ولسي جرگې کې د بلخ استازی فرهاد عظیمي وايي چې په فاریاب، بادغیس او جوزجان ولایتونو کې دوستم په حکومتي چوکاټ کې خپل د گوند غړي ځای پر ځای کړي.
عظیمي همدارنگه زیاته کړه چې د دې ولایتونو د پولیسو په صفونو کې ډېری د جنبش کسان ځای پر ځای شوي دي.

تېره ورځ د شمال ولایتونو قومي مشرانو له اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په دې اړه کتنه وکړه او له هغه سره یې خپلې اندېښنې شریکې کړې.
ډاکټر عبدالله هم امنیتې ارگانونو ته امر وکړ چې د شمال حالات له نږدې وڅاري.

د ولسې جرگې استازی فرهاد عظیمي دغه څرگندونې په داسې کې کوي چې تېره میاشت د جنبش او جمعیت د ملاتړ کوونکو تر منځ نښتې کې له دواړو خواوو څخه لس تنه ووژل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button