افغانستانسلايډ

د هلمند په درېو ولسواليو طالبانو بريدونه کړي، درنه مرگ ژوبله

د هلمند چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولايت پر دريو ولسواليو بریدونه کړي، چې تر دې دمه درنه جگړه روانه ده. چارواکي زياتوي، چې جگړه کې د يوه قوماندان په گډون تر دې دمه شل سيمه‌ييز پوليس وژل شوي او لسگونه نور ټپيان دي. دغه پوليس د هلمند نهر سراج ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

طالبانو له تېرې شپې راهيسې د نهر سراج، مرکز لښکرگاه او د دې ولسوالۍ په دوه لارې کې بريدونه پيل کړي، چې د يادو سيمو د سيمه‌ييزو پوليسو څو پوستې يې تر بريدونو لاندې نيولې دي. چارواکي وايي، تر دې دمه د «طبيلي» په گډون څلور پوستې د وسله والو لاس ته لوېدلې دي.

د هلمند- کندهار د لويې لارې قوماندان عبد الستار نورزي رسنيو ته ويلي، چې په دې جگړه کې د سفر محمد په نامه د يوه قوماندان په گډون شل تنه سيمه‌ييز پوليس وژل شوي او لسگونه نور ټپيان دي.

ښاغلی نورزی وايي، نادعلي او گرېشک ولسواليو کې هم جلا جگړې روانې دي، چې د مرگ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه شته. د نوموړي په وينا سره له دې چې له مرکزي حکومته يې د مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه هيڅ مرسته نه ده وررسېدلې.

طالبانو په داسې حال کې د هلمند پر دريو ولسواليو همهاله بريدونه کړي، چې څو ورځې وړاندې کورنيو چارو وزارت هلمند کې د طالبانو زور مات بللی و او ویلي يې و، چې امنيتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري.

طالبانو د يادو بريدونو پخلی کړی او جگړه کې يې امنيتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو اړولو ويلي، خو کره شمېرې يې نه دي څرگندې کړي.

بل لور ته د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د جگړو د پخلی تر څنگ ويلي، چې د طالبانو دغه بريدونه اندېښمنوونکي نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button