افغانستانسلايډ

کابلوف: طالبان به د غچ اخيستو هڅه وکړي

د افغانستان چارو کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانگړي استازي څرگنده کړې ده، چې د دې قوي احتمال شته، چې طالب وسله وال به د خپل مشر له وژل کېدو وروسته د غچ اخيستو هڅه وکړي.

نوموړي وويل: «په قوي احتمال طالب جنگيالي به د دې هڅې وکړي، چې د خپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کېدو غچ واخلي». هغه دې ته په اشارې، چې د طالبانو له اويا سلنې ډېر غړي د ملا منصور پلويان وو، وويل: «دې شرايطو ته په کتو نه شم ويلی، چې طالبان به د خپل مشر له وژل کېدو وروسته د سولې د خبرو غځولو سره موافقه وکړي که نه». کابلوف دا خبره په داسې حال کې کوي، چې طالبانو تر اوسه د سولې د څلور اړخيزې کمېټې کومه غونډه کې گډون نه دی کړی، خو ويلي يې دي، چې د شرطونو په منل کېدو يې هر ځای او هر وخت خبرو اترو ته تيار دي.

بل لور ته د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني پر طالبانو غږ کړی، چې يا دې د سولې خبرو ته حاضر شي، يا دې ورته نورو پېښو ته تيار شي. معلومه نه ده، چې د طالبانو د مشر په بدلېدو به د دوی په دريځ کې کوم بدلون راشي او که د تېر په څېر به د خپلو شرطونو تر منلو پر جگړه ټينگار وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button