کابو درې ورځې وروسته، نن وسله والو طالبانو تایید کړه چې مشر یې د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه، د بلوچستان نوشکې سیمه کې د امریکا په ډرون برید کې ژوند له لاسه ورکړی.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د خپل پخواني مشر، ملا اختر محمد منصور وژل هم تایید کړي: «[اختر محمد منصور] د شنبې په ورځ… د ۱۳۹۵ل کال د جواز په لومړۍ نېټه…. د کندهار د ریګستان او د بلوچستان نوشکې ته څېرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکايي طاغوت د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د شهادت لوړمقام ته ورسېد».
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې منصور د خپلې مشرۍ پر مهال د «چا د تحمیلي او تزوري پروسو پیشنهادونه ونه منل او نه له ګواښونو ووېرېد». طالبانو لیکلي چې منصور کټ مټ داسې مشري وکړه لکه د طالبانو د موسس، ملا محمد عمر په څېر.
د اختر محمد منصور د وژنې د خبر له پخلي سره، طالبانو ویلي چې رهبري شورا یې، د منصور لومړی مرستیال، مولوي هیبت الله اخوندزاده د خوځښت د نوي مشر په توګه ټاکلی. خبرپاڼه کې راغلي: «مولوي هیبت الله اخندزاده صاحب د اسلامي امارت د نوي زعیم…. او د شرعي امیر په حیث ورسره بیعت وشو».
طالبانو همداراز خبر ورکړی چې ملا سراج الدین حقاني او د ملا محمد عمر زوی، مولوي محمد یعقوب یې دوه مرستیالان ټاکل شوي دي.
طالبانو په دغه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د دوی له نوي مشر سره بیعت وکړي او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.