سړي تل د ښایسته دنگو، سپینو او خوږو ښځو ښکار کېږي چې له امله یې په گڼو رنځونو اخته کېږي او سړي د دې رنځونو په لاملونو نه پوهېږي. ځینې حالتونو کې دا د سړو د ځان وژنې لامل شوی هم دی.
د هسپانیې د والنسیای پوهنتون یوه څېړنه کړې چې له مخې یې ښکاري د ښایسته ښځو سره د پنځو دقیقو کتنې او ملاقاتونه د سړو د وینې غوړ، د وینې فشار او د کوتیزول هورمونونه له خپل نارمل حالت څخه خرابوي.
یوه بله څېړنه وايي چې د سړو له ښایسته ښځو سره کتنې د سړو ماغذو کې اختلال پیدا کوي او د یو څو مودې لپاره یې دماغ کار نه کوي.
هغه لاملونه چې د ښایسته ښځو له ملاقات وروسته د سړو حالت بدلوي:
- لیونۍ پرېکړې:
سړي د ښایسته ښځو پر مخ لیونۍ او خطرناکې پرېکړې کوي. څېړنه ښکاره کوي چې ۹۶ تنه هلکانو چې ۲۲ کاله عمرونه یې لرل د ښایسته انجونو په وړاندې یې د واورو لوبه کوله او هلکانو له نارمل حالت څخه ډېرې خطرناکې پرېکړې کولې.
- ټولنیزې ستونزې:
د ښایسته ښځو شتون په ټولنه کې کړکېچ پیدا کوي ځکه چې د ټولنې ټول سړي ورته پاملرنه کوي او د نورو ښځو کینه او حسادت د دې پر وړاندې ډېروي.
- پر کاري محیط منفي اغېزې:
څېړنه ښکاره کوي چې په کاري محیط کې له ښایسته ښځو سره ملاقات د هغوي په کارونو کې ورو والی راوړي او د سړي د کاري پرمختگ مخه نیسي ځکه دوی خپل کاري مودې کې د دماغو ډېره برخه ښځو ته ورکوي.
- پر زړه ناوړه اغېزې:
له ښځو سره د ملاقات پر مهال سړي خپل نارمل حالت له لاسه ورکوي او نه شي کولی چې په خپل زړه او دماغ حاکم واوسي. له ښځو سر کتنې همدارنگه سړي اوتر کوي چې د سړو د زړه حالت خرابوي چې د زړه د ناروغۍ لامل گرځي.
- د وینې لوړ فشار:
څېړنه ښکاره کوي چې د ښایسته ښځو خاوندان تر نورو ډېر غیرت لري چې دا د لوړ فشار لامل گرځي او هغوی د لوړ فشار په رنځ اخته کوي.