افغانستان

د پاکستان له مرکزي زندان څخه ۵۰ افغانان ازاد شوي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، چې د افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال په هڅو د پاکستان له مرکزي زندان څخه پنځوس هغه بنديان خوشې شوي، چې کلونه کلونه په دغه زندان کې پراته وو.

په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ډيپلوماتانو په هڅو تېره ورځ راولپينډۍ کې د پاکستان له مرکزي اډياله زندان څخه ۲۷ تنه افغانان خوشې شول.

د سفارتي چارواکو په وينا له دې څو ورځې وړاندې هم د افغان سفارت په هلو ځلو ۲۲ افغانان له ياد زندانه ازاد شوي وو.

افغان سفارت وايي، له هغه وخته، چې نوي سفير حضرت عمر زاخېلوال د سفير په توگه دنده پيل کړې، پاکستان کې د يو فعال او تکړه ډيپلومات په توگه دنده ترسره کوي، پاکستاني مقاماتو سره د ليدو کاتو په ترڅ کې پر دې بريالی شوی، چې د افغان بنديانو دوسيې په خپله وڅاري او له زندانه يې د خوشې کولو استاد برابر کړي.

د سفارت سرچينې وايي، چې ډېری دغه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيول شوي وو او نږدې درې کاله يې په دغه زندان کې تېر کړي دي.

د راپورونو له مخې دغه ازاد شوي افغانان پلازمېنه اسلام اباد، ټيکسلا، مري، راولپينډۍ او اړوندو سيمو څخه نيول شوي وو.

خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې، چې اډياله زندان کې چا ته اجازه نه ورکول کيږي، چې زندانيانو سره وگوري، مگر افغان سفير د خپلو هڅو پر مټ پر دې بريالی شوی، چې دغو زندانيانو سره له نږدې وگوري، ستونزې يې وارزوي، اسانتياوې ورته برابرې کړې او د قانوني مرستو په برابرولو يې له زندانه راوباسي.

خبرپاڼه زياتوي، افغان سفارت هڅه کوي، چې د پاکستان په نورو سيمو کې هم افغان بنديانو ته لاس رسی ومومي او له زندانه يې راخوشې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button