ترکيه څه ډول خپل خلک بچو زېږولو ته هڅوي؟
ترکي حکومت ټاکلې ده، چې له دې وروسته به هر نوي زېږدېدلي کوچني ته د سرو زر یوه تکړه ورکوي، څو ترکان بچو زېږولو ته وهڅوي.
د ترکيې د کورنيو او ټولنيزو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې وزارت د تېر کال له پيله تر اوسه اووه پنځوس زره نهه سوه درې اويا نويو زېږېدليو کوچنيانو ته نغدي مرستې ورکړې دي، د دغو مرستو ژمنه د ترکيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو کړې وه.
خبرپاڼې زياته کړې ده، چې وزارت د تېر کال د مۍ له مياشتې د روان کال تر اپريله شاو خوا څلور سوه دوه پنځوس مليون ترکي روپۍ نويو زېږېدليو کوچنيانو ته ورکړي دي. له راپور سره سم دغه مرستې د ترکيې دننه او بهر ټولو ترکانو ته ورکول شوې دي.
ترکي حکومت اعلان کړې ده، چې هر لومړي زېږېدونکي کوچني ته د درې سوو ترکي روپيو په ارزښت سره زر، دوهم ته د څلور سوو روپيو او دريم ته د شپږ سوو روپيو په ارزښت سره زر ورکوي، څو خلک هڅه وکړي، ډېر کوچنيان وزېږوي.
د شمېرنو له مخې د ترکيې استنبول ښار د کوچنيانو زېږولو کې تر ټولو وړاندې دی، چې د روان کال له پيله يې د نورو ښارونو په نسبت ډېر کوچنيان زېږولي دي.