د سرپل چارواکو خبر ورکړی، چې نن سهار کوهستاناتو ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو له امله دوه سوه کورونه ويجاړ شوي، اوولس تنه وژل شوي او شاوخوا څلوېښت نور تری تم دي.
د کوهستاناتو اجرايي امر ملا ذولفقار رسنيو ته ويلي، سېلابونه نن سهار اووه بجې د سختو ورښتونو له امله راوتلي، چې له امله يې د کوهستاناتو خواله سيمه زيانمنه شوې ده. نوموړي زياته کړې ده: «د سېلابونو له امله نږدې دوه سوه کورونه ويجاړ شوي او نور ډېر ورانی رامنځته شوی دی». د هغه په وينا تر دې دمه د اوولس تنو جسدونه موندل شوي دي، خو څلوېښت نور لا هم ورک دي.
د کوهستاناتو اجرايي امر وايي، سېلابونو لسگونه کسان ټپيان کړي هم دي او اوسمهال د سيمې خلک د ورکو کسانو په لټون بوخت دي، خو د حکومت د ژغورنې ډله ځکه دې سيمې ته نه ده ورغلې، چې سيمه د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې ده.
خو د کوهستانانو د روغتون د رييس مرستيال ډاکټر محمد قايم وايي، سيمې ته د ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو يوه ډله تللې ده.
د يادونې ده، چې سېلابونو درې ورځې وړاندې بدخشان کې هم درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي وو.