د افغان سولې بهیر د پیلېدو په هیله د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان د څلور هېوادیزو ناستو ځنډېدلی بهیر بیا پیلېږي. دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې افغان حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې په دغه بهیر کې يې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
په کابل کې د اپرېل نولسمې له زورورې چاودنې وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې. ولسمشر اشرف غني د ملي شورا یوې ګډې ناستې ته د وینا پر مهال وویل چې «نور له پاکستانه سوله نه غواړو».
افغان حکومت د کابل له پېښې وروسته له طالبانو سره پر جګړې ټینګار کړی.
اوس د پاکستان د بهرینو چارو وزارت ویاند، نفیس زکریا پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ پنځمه غونډه به سبا (چهارشنبه) په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شي. زکریا د غونډې په باب جزییات نه دي خپاره کړي.
د تېر کال په څېر، سږ کال هم له افغان حکومت سره پاکستان ژمنه کړې وه چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې به طالبان وهڅوي چې د سولې مخامخ خبرو کې ګډون وکړي. خو دا څووم ځل دی چې د افغان سولې بهیر نه پیلېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر په تړاو تر دې دمه افغان حکومت او وسله والو طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.