خبرونهسلايډ

ولسمشر د یوې مهمې غونډې لپاره د ولسي جرگې غړي غوښتي

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ولسمشر نن د ولسي جرگې غړي ارگ ته د یوې مهمې غونډې لپاره غوښتې دي. سرچینې زیاتوې چې د غونډې مهمه برخه به د حزب اسلامي سره د سولې پر پرېکړه لیک او ځینو نورو وروستیو پېښو وي.

سرچینه د نوم نه یادولو په شرط وايي چې د همدې موخې لپاره نن د مشرانو جرگې غونډه په سري ډول تر سره شوې ده. سرچینې د غونډې په اړه نور معلومات ورنه کړل.

خو د ځینو نورو راپورنو له مخې نن د حزب اسلامي استازي په تمه دي چې ولسمشر به د سولې ۲۵ ماده اي پرېکړه لیک لاسلیک کړي.

له څه باندې دوه نیمو میاشتې را په دې د حزب اسلامي حکمتیار ډلې استازي کابل ته د سولې د خبرواترو په موخه تللي دي خو ویل کېږي چې اوسمهال یې د سولې پرېکړه لیک ملي یووالي حکومت ته سپارلی دی.

دغه پرېکړه لیک به د ولسمشر اشرف غني، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او نړیوالو ځواکونو سره شریک شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button