ټولنهسلايډ

د نويو ژبو زده کولو څلور رازونه

نوې ژبه زده کول څه آسانه خبره نه ده. ډېری خلک شوقيان دي چې نوې ژبه زده کړې او زده کړه يې پيلوي هم، خو لږ خلک دي چې منزل ته يې رسوي. اکثريت کسان چې د ژبې زده کړې پر مهال له ستونزې سره مخ شي، په شا کېږي. پر دې اساس، د نوې ژبې زده کړه کې ناکامېږي.

د دې له پاره چې د ژبې زده کړه چې ناکام نه شو، دلته مو ځينې تخنيکونه راټول کړي. دا به مو د ژبې د زده کړې پر مهال ډېره مرسته وکړي او په کاميابۍ به نوې ژبه زده کړای شئ:

لومړی: ورو يې پيل کړه. عموماً، کله چې نوې ژبه زده کوو، په ډېر احساس او شوق يې پيلوو. هر څوک په پيل کې د ژبې د زده کړې ډېر شوق لري، مګر دا ډېر ښه نه وي. ځکه چې دغه احساسات او تنده ډېر دوام نه کوي، نو کله چې وخت تېر شي، هر څوک سړېږي او کار ترې پاتې کېږي. د دې له پاره پوهان وايي چې له ډېرې جذبې بايد ځان وساتل شي او هر څه په آرامۍ ترسره شي.

دويم: ځينې خلک د نوې ژبې زده کولو له پاره د دماغو کمزوري پلمه کوي او وايي چې نه شي کولای نوې ژبه زده کړي. مګر حقيقت دا دی چې د دماغو کمزورۍ ته د ستونزې او مرض په سترګه مه ګورئ، د ژبې د زده کړې پر مهال د دماغو کمزوري نعمت دی. ځکه، هغه څوک چې دماغ يې تېز وي، هغه ژر لغتونه او جملې زده کولای شي، مګر د چا چې دماغ کمزورې وي، يا داسې ګومان لري، هغوی ډېره خواري کوي او هر ځای کې له يادې ژبې سره تړلې وي، نو دا هم دماغي تمرين بلل کېږي او هم د ژبې زده کړې يوه وسيله.

درېيم: د ژبې د زده کړې په پيل کې داسې تمه مه لره چې د هغو کسانو په څېر پرې وغږېږي چې مورنۍ ژبه يې ده. ځکه دا تصور لرل انسان ماتوي او مايوسوي يې، او پر دې اساس د ژبې له زده کړې سړېږي. خو که څوک د ژبې زده کړه يوه اوږده پروسه بولي، او هره ورځ ورته کار کوي، دوی له يادې ستونزه سره نه مخ کېږي.

څلورم: د نوې ژبې زده کړه بايد ستاسې ډېر ستر هدف وي او په ډېره مينه ورته کار کوئ. بايد عموماً د هماغې ژبې په اړه فکر وکړئ، او داسې نظر ولرئ چې که لږ څه هم زده کوئ، تاسې ته ډېره ګټه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button