سيمه او نړۍ
اردوګان: روسیه دې له اور سره لوبي نه کوي
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوګان د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ته ګوتڅنډنه وکړه، چې «له اور سره دې لوبې» نه کوي. د دواړو لوریو له خوا لفظي شخړې وروسته له هغې پیدا شوې چې تیره اوونۍ د ترکیې هوایي پوځ د روسیې جنګي الوتکه نسکور کړه.د الوتکې نسکورولو پېښې د روسې او ترکیې اړیکې ترینګلې کړې دي.
اردوګان همدارراز له پوتین څخه د ناستي غوښتنه وکړه خو د پوتین سلاکار بیا له ناستې دمخه د بښنې غوښتنه وکړه چې ترکیه باید له ناستې وړاندې له روسيې بښنه وغواړي.
له دې پیښې وروسته رسیې د ترکیې واردات بند کړل او ورسره یې اعلان وکړ چې د راتلونکي کال له جنورۍ وروسته به ترکان له ویزې پرته روسیې ته سفر ونه شي کړی.
ترکیه او روسیه خپلو کې ډیرې ګډې پروژې لري چې له دې سره د پروژو کار هم درېدلی. یوازې تېر کال کابو ۳میلیونه روسي سیلانیانو ترکیې ته سفرونه کړي وو.