ايټاليې همجنسبازي په رسميت وپېژنده
د ايټاليې پارلمان هغه قانون تصويب کړ، چې له مخې به يې د همجنسبازانو تر منځ واده په رسميت وپېژندل شي. د دې هيواد د پارلمان له درې سوه نهه شپېتو غړو يې يو سل درې نوي تنو پر دې قانون لاسليک وکړ او د همجنسبازۍ واده يې په رسميت وپېژاند.
ايټاليه يو له هغو مهمو غربي هيوادونو و، چې تر دې دمه يې دغه واده په هيڅ ډول په رسميت نه پېژاند.
د ايټاليې لومړي وزير ماتئو رنزي د پارلمان له رايه ورکولو وړاندې وويل: «نن د ډېرو د خوښۍ لمانځلو ورځ ده».
دې هيواد په داسې حال کې دغه قانون لاسليک کړ، چې ځينو محافظه کارو او کاتوليکو ډلو يې په کلکه مخالفت کړی.
ايټاليه کې د همجنسبازۍ پلويان او غوښتونکي وايي، د دې قانون لاسليک يوازې لومړی گام دی او وروسته به نور پرمختگ په کې وشي. د منل شوي قانون له مخې ايټاليه کې همجنسبازانو ته هومره حقوق نه دي ورکړل شوي، څومره چې امريکا او نورو اروپايي هيوادونو کې ورکړل شوي دي.