سرنوشت ورځپاڼه
د اجراییه ریاست لومړی مرستیال او د ملي امنیت شورا وایي، په راتلونکو څو ورځو کې به له حزب اسلامي سر د سولې مسوده نهايي شي.
د اجرایه ریاست لومړی مرستیال انجینر محمد خان وایي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی او ټاکل شوې د حزب اسلامي پلاوی د هوکړې وروستۍ مسوده د لاسلیک لپاره حکمتیار ته یوسي.
نوموړي له حزب اسلامي سره د سولې خبرو په برخه کې یو شمیر کړۍ په مخالفت تورنوي خو وایي، چې دا ځل خبرې یوې پایلې ته رسيږي.
بلخوا د افغانستان د ملي امنيت شورا هغه ګونګوسې رد کړې، چې ګواکې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ خبرې بن بست ته رسېدلې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ پرون په یوه خبري غونده کې وويل، له حزب اسلامي سره د سولې شورا په مشرۍ د افغانستان د دولت مذاکرات په نورمال او ښه بڼه روان دي، د دواړو لورو استازو خپلې غوښتنې او نظريات په تفصيل سره بحث کړي دي.
هغه زياته کړه، د دې بحثونو جريان د حزب اسلامي د مذاکره کوونکې ډلې له لوري د دې ګوند له مشرتابه سره شريک شوى او هيله ده، ډېر ژر دغه مذاکرات نهايي شي او هغه هدف ته چې د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړې لاسليک کول دي، ورسېږو.
دى وايي، هغه خبرونه چې په دې اړه يو شمېر رسنيو خپاره کړي، چې ګنې خبرې بن بست ته رسېدلي، حقيقت نه لري، بلکې خبرې روانې دي.
هغه وویل:((دا د مذاکراتو يو اصل دى، چې لوړې ژورې به لري، مختلف بحثونه به په کې کېږي، ولې نتيجه او نيت مهم دى، د افغانستان د دولت نيت روښانه دى او د حزب اسلامي د مذاکره کوونکې ډلې کوم نظريات چې اورېدل شوي، هغوى هم د سولې لپاره خپله ژمنه په ډاګه کړې ده.))
د غورځنګ په وینا، تر ټولو مهم نيت او هدف دي او دواړه لوري د خبرو لپاره ښه نيت لري، چې موخه یې سولې ته رسېدل دي.