د غور چارواکو خبر ورکړی، چې دولينه ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون څلور دېرش تنه سيمهييز او ملي پوليس وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دي. تسليم شويو پوليسو خپلې وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
د دولينه ولسوال محمد حسین دانشيار رسنيو ته ويلي: «د ولسوالۍ سويل لويدیځ لور ته څلوېښت کيلو متره لرې خاک يارک سيمه کې د سيمهييزو پوليسو قوماندان ضياء الحق له نهه ويشت سيمهييزو او څلورو ملي پوليسو سره وسله والو طالبانو ته تسليم شوي دی». نوموړي زياته کړې ده، چې تسليم شويو پوليسو دوه رېنجر موټر، دېرش ميله کلاشنکوف، درې ميله پيکا، يوه دهشکه، يو هاون او نورې ډېرې وسلې او مهمات طالبانو ته سپارلي او اوس طالبان د هغوی قرارګاه کې ځای پر ځای دي.
د دانشيار په وينا د يادې سیمې امنيت له دې وړاندې د ضياء الحق او د هغه د کسانو له لوري نيول کېده خو اوس دا ساحه د طالبانو کنترول کې ده.
ولسوال وايي، د سيمهييزو پوليسو دغه قوماندان ځکه طالبانو ته تسليم شوی، چې ورور يې د طالبانو سرګروپ و او اوس دواړه يو ځای شول. ښاغلي دانشيار د دې شمېر پوليسو تسلمېدل د دولينه ولسوالۍ امنيت ته ستر ګواښ بللی.
غور کې دغه پوليس په داسې حال کې طالبانو ته تسليم شوي، چې چارواکو نن سهار د بادغيس بالامرغاب کې د هغو درويشت تنو سيمهييزو پوليسو د نيولو خبر ورکړ، چې غوښتل يې طالبانو ته تسليم شي.
ويل کېږي طالبانو پرون زابل کې هغه سيمهييز پوليس عام محضر کې اعدام کړی، چې څو ورځې وړاندې يې نيولی و. هغوی ويلي، چې دا کار يې د حکومت له لوري د طالب بندیانو د اعدام په غبرګون کې کړی او راتلونکې کې به يې هم وکړي. خو طالبانو لا د غور د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.