افغانستان له اذربیجان او روسيې څخه ۲۲۲ زره ټنه مایع ګاز اخلي
افغانستان له روسيې او اذربیجان سره د ۲۲۲ زره ټنه مایع ګاز د اخېستلو لپاره دوه ستر قراردادونه لاسلیک کړل.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندی وايي چې د اذربیجان سره د شوي قرارداد له مخې به افغانستان له دغه هېواده ۱۵۰ زره ټنه مایع ګاز واخلي.
د قوقندي له قوله د شوي قرارداد له مخې یو شمېر برخه ګاز له اذربیجانه افغانستان ته رسیدلی دی.
د سوداګرۍ وزارت ویاند په وینا افغانستان همدا راز له روسيې سره د ۷۲زره ټنه مایع ګاز د اخېستلو په اړه موافقې ته رسیدلي دي.
هغه ادعا کړې چې دوی د تېرو کلونو په پرتله دا ځل تر ټولو په کم قیمت د ګاز اخېستلو قرارداد کړی دی.
تر دې وړاندې افغان چارواکو ویلي وو چې د ټاپی پروژې سره چې ټاکل شوې له ترکمنستان څخه به د افغانستان له لارې هند و پاکستان ته ګاز ولېږدول شي، د افغانستان د ګاز ډيرې اړتیاوې پوره شي.
افغانستان کې هر کار د یخنۍ له راتګ سره مایع ګاز نرخونه لوړیږي. تېر کال د یوه کیلو مایع ګاز نرخ ۱۰۰ افغانیو ته ختلی و.
که څه هم د کانونو او صنایع وزارت وايي چې د هېواد د طبیعي ګاز د زخیرو حجم ۴۵۰ میلیارد متر مکعب ته رسیږي خو تر دې دمه افغانستان نه دی توانیدلی چې له دغو زخیرو څخه د پام وړ استفاده وکړي.