د افغانستان ازادي کور بنياد له لوري په خپاره شوي يوه څېړنيز راپور کې څرگنده شوې ده، چې اساسي قانون تېرو ديارلسو کلونو کې په پرلهپسې توگه د لوړ پوړو دولتي چارواکو له لوري تر پښو لاندې شوی دی.
ياد بنياد د افغانستان د څېړنيزو مطالعاتو د تحقيقي راپورونو د تيارولو په موخه کار پيل کړی او خپل لومړی راپور يې تېرو درې مياشتو کې افغانستان کې د اساسي قانون د ماتېدو او د قانون د پلي کولو په وړاندې د ستونزو په اړه برابر کړی دی.
دغه بنياد تېره ورځ کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال خپلې درې مياشتينۍ څېړنې او گروېږنې خپرې کړې. د راپور له مخې تېرو ديارلسو کلونو کې د افغانستان د اساسي قانون له يوې پرته نورې ټولې مادې د لوړپوړو دولتي چارواکو او ادارو له لوري تر پښو لاندې شوي دي.
د افغانستان ازادي کور د بنياد رييس اغامجدي وايي، اساسي قانون د لاسليک له ورځې وروسته سمدستي مات شوی دی. نوموړی زياتوي، تېرو ديارلسو کلونو کې اساسي قانون ښه ډېر مات شوی، خو راپور يوازې دوه نوي مواردو ته اشاره کړې. د ښاغلي مجدي په وينا د دې کلونو په اوږدو کې قانون د دولت د ټولو درې گونو قوو (اجراييه، مقننه او قضايي) له لوري تر پښو لاندې شوی او اجراييه قوه تر ټولو بيا وړاندې ده.
مجدي زياتوي، له دې امله چې اساسي قانون ډېر صلاحيتونه اجراييه قوې ته ورکړې او ولسمشر ته يې حکومتولۍ او بهرني او کورني سياست کې يوازې يوويشت مهم صلاحيتونه ورکړي، له همدې امله د ولسمشر له لوري اساسي قانون تر پښو لاندې شوی دی.
يادې ادارې ځينې مهم هغه موارد په گوته کړي، چې د ولسمشر او اجراييه قوې له لوري په کې اساسي قانون مات شوی او له نظره غورځول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت مشرانو د دې کلونو په اوږدو کې بيا بيا د قانون پر پلي کولو ټينگار کړی او ويلي يې دي، چې هيڅ شی له قانونه پورته نه دی.