افغانستانسلايډ

افغان عسكرو دوه بهرني عسکر وژلي

افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت اعلان کړې ده، چې د افغانستان سويل کې يې دوه تنه عسکر وژل شوي دي.

ناټو د يوې اعلاميې په خپرولو څرگنده کړې ده، چې بريد کوونکو د افغانستان د امنيتي ځواکونو يونيفارم په غاړه درلود.

د ناټو اعلاميې د پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو د رومانيا دفاع وزارت ويلي، چې وژل شوي عسکر د دې هيواد دي او د افغانستان په کندهار کې وژل شوي دي. دې وزارت زياته کړې ده، چې پېښه کې يو بل رومانيايي عسکر ټپي هم دی.

د رومانيا د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې پر عسکرو يې هغه مهال بريد وشو، چې د افغان عسکرو پر روزنه بوخت وو.

د افغانستان چارواکو لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. ويل کېږي، بريد د دوو تنو افغان امنيتي کسانو له خوا شوی دی، خو د بريدگرو د مرگ، ژوند یا تېښتې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د رومانيا دفاع وزرات څرگنده کړې، چې وژل شوي عسکر پلټونير لولين او سرجنټ اډرين وزيريانو نومېږي. د ياد هيواد ولسمشر او دفاع وزير د پېښې په اړه خواشينې ښودلې او د وژل شويو او ټپي عسکرو کورنيو سره يې خواخوږي څرگنده کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button