بنډۍ د روغتيا سرچينه
خوراکي توکو کې د هر چا خوښه له يوه بله جلا وي. بنډۍ (بنګلۍ، لېړو، باميا) ځينې خلک له دې امله نه خوښوي، چې اوبلنې وي، خو د ځينو نورو بيا د خوښې خوراک بنډۍ وي. خو د خوراک ماهرانو د ډېرو روغتيايي گټو لرلو له امله بنډۍ د روغتيا سرچينه بللې ده.
د خوراک امريکايي پوهانو ويلي، بنډيو کې وټامينونه، معدنيات او د ناروغيو ضد موادو په گډون نور ډېر خوراکي توکي شته، چې نه يوازې د انسان روغتيا ته گټورې دي، بلکې د گڼو ناروغيو درملنه هم کوي. دغه پوهان وايي، بنډۍ په ځانگړي ډول د شکرې (ذيابيطس) او بډوډو (پښتورگو) د ناروغيو لرې کولو لپاره ډېرې گټورې دي.
سرچينو زياته کړې ده، چې بنډۍ د کوليسټرلو کمولو کې هم پوره مرسته کوي، چې د انسان وينه پاکوي او له گڼو ناروغيو يې ژغوري. همدا راز د دې شنې ترکارۍ په اړه ويل شوي، چې د انسان دفاعي نظام سره تر ډېره مرسته کوي.
خوراک پوهان وايي، بنډۍ د پخلي په توگه هم خوړل کېدی شي، غوړو کې سرې کولی هم شي او اچار هم ترې جوړل کېږي، چې په هر ډول د گټې وړ دي.