روغتيا

په نهاره دتودو اوبو دڅښلو ګټي / محمد قدوسي

خلګ عادتاً په تېره بیا دګرمي په موسم کي یخي اوبه ډېري څښي چي ددوی په ګمان تنده يې ښه ماتوي او سېنه يې سړوي خو دیخو اوبو دڅښلو ضررونه تر ګټي زياتي دي او پدې هکله يوه مفصله ليکنه مخکي هم ما ليکلي وه ددې موضوع دي بیا راسربېره کولو ضرورت ځکه احساس شو چي په تشه خوا د تودو اوبو د څښلو ګټې ډېري زياتي دي او ما يي پخپله څښل يو ځل بيا پيل کړل.
اوبه یو طبیعي حياتي عنصر دی چي دبدن زیاتره غذايي اړتیاوي بشپړوي تاوان يې هيڅ نشته او لاندي ګټي يې دتجربې له مخي جوته شوي ما هم ازمويلي دي خلګو هم ازمويلي دي تاسو يې هم وازمويئ.
دهاضمې فعالیت قوي کوي، قبض ختموي، سر درد او دجسم دردونه ختموي زیات وزن کموي چربي ويلي کوي، دویني جریان په جسم کي برابروي او دبې وخته بوډاتوب مخه نيسي.
په جاپان کي دناروغيو ددرملني يوې اتحاديې دتودو اوبو په وسیله د همدغو ناروغيو درملنه او علاج کړی دی:
دمعدې ايشېدل، دمهدې دپردې زخم، پیچ، سر درد، دویني پشار دویني کمښت، دبندونو دردونه، ګوزڼ، دزړه تېزه درزا، مېرګی، چاغښت، ټوخی، دستوني التهاب، ساه بندي، سل او دسږيو التهاب، دمثانې ناروغيوي، قبض، دسترګو، غوږونو او ستوني ناروغیوي.
_________________
په تودو اوبو ددرملني طریقه:
چي کله سهار وختي له خوبه راپاڅې څلور ګلاسه چي ۱۶۰ مللیتره ( تقریبا څه دپاسه نېم لېټر) داسي تودې اوبه چي خوله او ستونی دي نه پې سوځي په تشه خېټه وڅښه.
له هغه وروسته تر یوه ساعته پوري هېڅ مه خوره
په خوراک پسې تر دوو ساعتونو پوري هېڅ ډول شربت، چای، اوبه او نور مائعات مه څښه
له خوراكه دوه ساعته وروسته بیا تر بله خوراکه په وار وار يو يو ګلاس تودې اوبه څښه دچاغ انسان لپاره چي څومره زیاتي تودې اوبه وڅښي هغومره زياته او ژر ګټه ورته کوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دلاندي ناروغيو درملنه په لاندي ټاکليو وختونو کي دتودو اوبو په واسطه تر سره شوي دي:

د مثانې او دمتیازو دناليو درملنه په لسو ورځو کي.
دپوزي، غوږونو او ستوني ناروغيوي په شلو ورځو کي.
دزنانه میاشتنۍ دورې دناروغيو درملنه په پنځلسو ورځو کي
دزړه هر ډول ناروغېوي په دېرش ورځو کي.
سر درد په درېو ورځو کي.
دوېني کمښت په دېرش ورځو کي.
چاغښت په څلورو مياشتو کي.

قبض په لسو ورځو کي.
مېرګی او فالج (ګوزڼ) په نهو مياشتو کي.
ساه لنډي (نفس تنګي) په څلورو میاشتو کي.
دشکري (شوګر) ناروغي په دېرش ورځو کي.
دوېني لوړ پشار په دېرش ورځو کي.
دمعدې ناروغيوي په لسو ورځو کي.
هرډول سرطان په نهو مياشتو کي..
سل او دسږيو التهاب په شپږو میاشتو کي.
__________________
دا نسخه نورو ته هم ورسوئ هر خوار او غريب رنځور ورباندي خبر کړئ
مونږ ازمويلي او په پرمختللي نړۍ کي لا پخوا په کار اچول شوي تاسو يې هم تجربه کړئ.
یقیناً به ګټه درته وکړي که يې ګټه ونکړه مالي او بدني تاوان يې هېڅ نشته.

لطفاً شېر يې کړئ چي استفاده ترې زیاته وشي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button