خبرونهسلايډ

داود اوغلو به نور د ترکیې لومړی وزیر نه وي

 

احمد داود اوغلو د ترکیې لومړی وزیر او د عدالت او پراختیا گوند مشر منلې ده چې نور به د دې گوند د شورا مشري نه کوي. که چېرې داود اوغلو له د گوند له مشرۍ څخه لاس په سر شي نو په راتلونکي کې به د ترکیې لومړی وزیر نه وي.

تمه کېږي چې په راتلونکو درې اوونیو کې به د دې گوند د مشرتابه د ټاکلو لپاره فوق العاده غونډه ترسره شي.

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی وو چې داود اوغلو به نور د دې گوند له مشرۍ څخه لاسر په سر شي خو دغه راپورونه داود اوغلو نه وو تایید کړي. شېبه وړاندې داود اوغلو د یوه خبري کنفرانس له لارې دا ومنله چې نور به د دې گوند مشر نه وي.

د عدالت او پراختیا گوند غړي د نوي مشر په لټه کې دي تر څو په راتلونکي اوونۍ کې یې وټاکي. داود اوغلو د دې پوښتنې په ځواب کې چې له اردوغان سره څه ډول اړیکي لري وویل چې هر څه ورته د اردوغان ملگرتیا مهمه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button