د افغانستان يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چې ولسمشر غني د وسله والو پر ضد د امنيتي ځواکونو د عملياتو په اړه د ناسمو معلوماتو په ورکړه خلک غولوي.
کارپوهانو د ولسمشر غني د دې خبرو په غبرگون کې، چې په تېرو ديارلسو مياشتو کې امنيتي ځواکونو له څلوېښت زرو ډېرې جگړهييزې دندې او شپاړلس زره عمليات ترسره کړي، وايي، چې دغه شمېرنې سمې نه دي.
ولسمشر غني ويلي و: «تېرو ديارلس مياشتو کې د هيواد زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو د هيواد بېلا بېلو سيمو کې له څلوېښت زرو ډېر جگړهييزې دندې او شپاړلس زره غوڅ عمليات کړي دي».
خو پوځي چارپوه جاويد کوهستاني وايي: «بدبختانه دغه شمېرنې د اوپراسيون او پلان گذارۍ دي. په رښتيا دومره عمليات نه دي شوي، که لس زره عمليات شوي وي او هرو عملياتو کې درې طالبان وژل شوي وي، دېرش زره طالبان شول».
بل سياسي کارپوه احمد سعيدي وايي: «د عملياتو د شمېر په اړه د ولسمشر خبرې ډېرې غير منطقي او ناسمې دي، هغه خلک چې جمهور رييس ته دغه شمېرنې ورکوي، يا رښتوني نه دي يا له دقت کولو عاجز دي».
خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي: «گزمې، تصفيوي عمليات، د بمونو خنثی کول او د لويو لارو پاکول ټول په دې کې شامل دي».
خو د چارو پوهان پوښتي، چې که د طالبانو پر ضد دومره ډېر عملیات ترسره کېږي، ولې د دې ډلې فعاليتونه ورځ له بلې زور اخلي او کمزوري کېږي نه؟
د کورنيو چارو وزارت پخوانی معين ميرزا محمد يارمند وايي: «طالبان پنځه کسيزو او لس کسيزو ډلو ته وېشل شوي دي او منظم جنگونه لږ کوي، ځکه نو د دوی د پيدا کولو او په نښه کولو کار ستونزمن دی، بايد دقيقه څارنه يې وشي». خو دا په داسې حال کې ده، چې چارواکي پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو د بريد پر مهال هم ادعا کوي، چې لسگونه طالبان دغه بريد ته راټول شوي وو. همدا راز د گڼو ولايتونو د ولسواليو د سقوط پر مهال چارواکو ويلي، چې سلگونو طالب وسله والو يې نيولو کې ونډه اخيستې ده.
شنونکي په دې نظر دي، چې د جگړې د مديريت څرنگوالی، استخباراتي او د کشف برخو کې کمزوري او د عملياتو پر مهال د همغږۍ نه شتون هغه څه دي، چې امنيتي ځواکونه يې د طالبانو پر وړاندې ناتوانه کړي دي.
سره له دې چې ستاسو سايټ کې خوندور مطالب او خبرونه لولم، خو د ډيزاين په اړه به ووايم، چې بايد نوښت په کې وکړئ، ځکه دا ډيزاين يې محدود غوندې دی