د مدني ټولنو يو شمېر غړو نن حکومتي چارواکو ته گواښ وکړ، چې که دريو ورځو کې يې د کابل برېښنا جوړه نه کړه، د دوی د کورونو برېښنا به پرې کړي.
مدني فعالانو نن کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل: «کابل يوازينۍ پلازمېنه ده، چې اوس وخت کې برېښنا نه لري».
يو تن مدني فعال فايز عظيمي گواښ وکړ: «که چارواکو تر راتلونکې دوشنبې د برېښنا د سمولو لپاره جدي گام پورته نه کړ، د ولسمشر او اجراييه رييس د کورونو برېښنا به پرې کړي».
د غونډې گډونوالو گواښ وکړ، چې که حکومت يې غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه، له مدني عکس العمل سره به مخ شي.
د کابل برېښنا درې اوونۍ وړاندې بغلان کې د جگړې پر مهال د يوې ستن نړېدو له امله پرې شوې ده، چې لا هم بېرته نه ده نښلول شوې.
چارواکو د ستن له نړېدو وروسته ډېر ژر د برېښنا د تارونو نښلولو ژمنه کړې وه، خو دا چې د ستن سيمه د وسله والو په ولکه کې ده او حکومتي ځواکونه يې لا هم په نيولو نه دي توانېدلي، برېښنا همداسې پرې ده.
د ستن نړولو پړه دولت پر وسله والو طالبانو اچولې ده، خو طالبان وايي، ستن د ملي اردو د توپونو په ډزو نړېدلې ده.
د برېښنا شرکت کارکوونکي وايي، تر څو يې چې امنيت نه وي تامين شوی، تر هغه يادې سيمې ته نه شي تلای.